دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې قومي مشر حاجي ملک عزيز خان دورپيښې ناروغى له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دى . .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد حاجي ملک عزيز خان دخپلې سيمې مخور ، دخلکو خيرخوا او دافغانستان دجهاد ملګري و تر جهاد وروسته يې ديوقومي مشر په توګه دجرګو اومشورو له لارې دخپلو خلکو خدمت کاوه ، دده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دخوست ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .