دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دکندز ميشتو قومونو دقومى شورا مشر ميرزا علي تڼي په يوه تروريستي پيښه کې شهيد شوى دى .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد ميرزاعلي تڼي دافغانستان په جهاد کې پراخه ونډه درلوده ، تر جهاد وروسته يې دولتى وظايف درلود په ورسوتيو کلونوکې يې د ولسونو ترمنځ داتحاد او اتفاق په منظور په کندز کې قومى شورا جوړه کړه او ددې شورا له ليارې يې خلکو ته خدمت کاوه .
دخپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دکندز ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .