سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا

 

بسم الله  الرحمن الرحيم

 الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على خاتم النبين .

 ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو !

  اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته .

   په  نننيو خبروکې د يوې مهمې موضوع  په باب  چې زموږ د هيواد د نويو زيږيدلو ماشومانو او ميندو له ژوندانه سره اړيکې لري؛ له تاسو دوستانو سره څو خبرې کوم.

 ګرانو هيوادوالو !

  د ډيرې خوشحالى ځاى دى چې د يوولس کاله مخکې په نسبت زموږ د هيواد د ميندو او د نويو زيږيدلو ماشومانو په مړينه کې د يادونې وړ کمښت راغلې دي،د مثال په ډول: په ١٣٨١ کال کې په هيواد کې له هغو سلو زرو تنو ماشومانوکې چې پيداکيدل، يو زرو شپږ سوه تنه يې له منځه تلل، خو نن الحمدلله د اړوندو موسسو له خوا د ځينو تدبيرونه په نيولو سره  دغه شمېر درې سوه اووه ويشتو تنو ته کم شوى دى .

  دغه کمښت د يادونې وړ او هڅوونکي دي، خو په هيڅ صورت  کافي نه دى. موږ بايد هلې ځلې وکړو چې د دې هيواد يو مور او يو ماشوم د زيږون په وخت کې له منځه  لاړ نه شي .

 ګرانو خويندو او کورنيو !

  د زيږون په وخت کې د ميندو د مړينې او د نويو زيږيدلو ماشومانو د له منځه تللو دمخنيوي لپاره څو اساسي ټکو ته پاملرنه ضروري ده .

 لومړۍ دا چې زموږ کورنۍ بايد د اميد وارۍ په وخت کې په سمه توګه د ميندو څارنه وکړي او له احتياط څخه  کار واخلي او هغې مورته چې ماشوم ته سترګې پرلاره ده؛ کافي خوراکي توکي ورسوي او تل له ډاکترسره په سلامشوره کې وي. د مور نظافت او روغتيا ته دې اساسي پاملرنه وکړي او په تېره بيا د زيږون په وخت کې دې ډېر ژر ډېر نږدې  روغتيايي مرکز اوقابلو ته مراجعه وکړي .

 ګرانو خويندو او وروڼو !

په تېرو لسو کلونوکې د هيواد دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي مرکزونو له زياتولوسره جوخت دقابلو، روزنې ته هم جدي پاملرنه وکړه او په همدې کال کې د روغتيايي علومو د لسو انسټيټونو له لارې دقابلو د روزنې مرکزونه چې دهيواد په پنځه ويشتو ولايتونوکې فعاليت کوي او له ډيرو لرې ولسواليوڅخه شاګردان روزي؛ همدا اوس دهيواد په روغتونونو او روغتيايي مرکزونوکې د قابلو شمېر درې زره دوه سوه  پنځه اويا تنو ته رسيدلې دي  او همدا اوس اته سوه پنځوس نورې قابلې هم په روزنيزو مرکزونو کې دقابلکي لارې چارې زده کوي .

 په داسې حال کې چې لس کاله مخکې په ټول هيواد کې نږدې څلور سوه پنځوس قابلې موجودې وې؛ په کليو او بانډوکې د قابلګي په خدمتونوبرلاسي، د زيږون په وخت کې د ميندو مړينه کمه کړې ده .

 دقابلو د روزنې د مرکزونو زياتوالى او په ټولو روغتيايي مرکزونو، کلينکونو اوکليو کې د قابلکي د روغتيايي خدمتونو برابرولو ته دعامې روغتيا وزارت جدي او ځنډ نه منوونکي  پاملرنه  موږ، زموږ هغو هدفونو ته چې هغه هم د زيږون په وخت کې دميندو او د نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې مخنيوي دې له پخوا زيات  نږدې او لاپسې نږدې  کوي انشا الله  .

 

 

ګرانو هيوادوالو!

 که چيرې موږ په هيوادکې دنن ورځې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو حالت له لس کاله مخکې سره پرتله کړو؛ د لوى خداى ( ج )  په فضل د ميندو او د نويو زيږيدلوماشومانو د مړيني دمخنيوي په ګډون، په ټولو روغتيايي برخوکې دافغانستان برياليتوبونه محسوس اوښه دي، خو زما او د افغا نستان دټولو خلکو د زړه له کومې هيله دا ده چې زموږ خلکو ته د روغتيايي خدمتونو،اوبو رسولو ، خوړو او د روغتيايي پوهاوي د حالت په ښه والى سره، افغانستان هغه حالت ته ورسيږي چې هيڅ يوه مور د زيږون په وخت کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه کړي او يايدهيڅ نوى زيږيدلې ماشوم د زيږون په وخت کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه کړي

 د هغې ورځې په هيله چې افغانستان له دې پلوه په بشپړه توګه په خپلو پښو ودريږي او روغتيايي چارې يې سمبالې وي .

 خداى پامان ښاد او آباد واوسئ انشاالله چې موږ نن په خپلو هلوځلو سره د لوى خداى ( ج )  په فضل خپلو هيلو ته رسيږو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته