دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ وينا

 

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله  رب العالمين  وصلوۀ والسلام علي خاتم النبين

 ګرانو هيوادوالو ! درنو خويندو او ورونو ، اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته .

  ددې  ځلي په  وينا کې دهيواد هغو ځوانانو او هم هغو کورنيو ته خطاب کوم چې خپل کور او وطن پريږدي، په غير قانوني لارو د ډيرو خطرونو په منلو سره په قاچاقي ډول نورو هيوادو ته دتلو هڅه کوي .

 ګرانو هيوادوالو! په تيرو دريو لسيزو کې دافغانستان دبدبختي دشروع سره سم ډيرافغانان مهاجر شوي دي او بيا ډيرو افغانانو داقتصادي ژوندانه دښه کولو لپاره دمهاجرت لاره خپله کړه ، قاچاقبر ته ځان په لاس ورکړي ترڅو، کار اوخواري ځانته پيداکړي . زموږ دهيواد هغه ځوانان چې په خارج کې دښه ژوند په اميد ځان قاچاقبرانو ته سپاري ښايي دې اصل ته نه وي متوجه چې اول خو دبين المللي قوانينو پراساس دهيواد اتباع بل هيواد ته غير مجاز سفرنشي کولي او داکار ناوړه عواقب هم لري . خو له  دې سره هم خپل ځان اوخپله کورنۍ سرنوشت دقاچاقبر په لاس ورکوي او په خپله ځانته مشکلات جوړوي .

 نه يوازې داچې منزل مقصود ته په اکثرو مواردو کې نه رسيږي ، بلکې متاسفانه دمرګ له خطر سره هم مخامخ کيږي .

 خويندو او ورونو !

 هغه پيسې چې زموږ ځينې ځوانان يې ديوه مجهول سرنوشت لپاره خرڅوي او نتيجه يې هم ډير ځله ناوړه دى، متاسفانه ، په همدغو پيسو ځانته په خپل کور او خپل وطن کې او دخپلې کورنۍ کې کار اوژوند برابريداي شي که موږ په خپل وطن کې خوارى وکړو او همدغسي کوښښ  وکړو بې له شکه چې ددې نه ډير څه ترلاسه کړو نو بيا هم تکراروم چې ځينې کورنۍ پيسې نه لري او له نوروڅخه پور اخلي او خپل ځوانان دخارج دګټو په تمه له پيسو سره قاچاقبروته سپاري ، که پر لارو له بدو حوادثو سره مخ شو، نو هرڅه لاړي  اوکه کله کوم هيواد ته ورسيږي  هم هلته  خبره داسې نه ده چې هلته سمدستي کار او پيسې اوښه ژوند برابروي ، بلکې همدا ځوانان په مياشتو په کلونو په کمپونو کې پراته دي . ژبې نه وى  زده ، دکار اسناد نه لري او حټى دکمپونو دباندي بازار ته هم تللي نه شي او اجازه دهيڅ کار او فعاليت نه لري او د بدبختيو سره مخامخ شوي .

 ګرانو ځوانانو ګرانو کورنيو ، هغه کوښښ  چې موږ دنورو هيوادونو دتللو دپاره  کوو او ځينې ځوانان دهغه دپاره هرڅه دلته بربادوي ترڅو خارج ته ورسيږي، په هغه کوښښ په خپل هيواد کې ډير څه ترلاسه کولي شي ، کارپيداکولي شي کسب او کار جوړولي شي اوښه ژوند برابرولي شي .

نوراشى د نورو وطنو په ځاى ، په خپلو مټو خپل ځان ، خپل کور کلي ، خپل ښار او په ټولو کې خپل وطن اباد کړو ، نورو هيوادو ته دتګ ضرورت نشته هرڅه په خپل هيواد کې لرو څه چې بايد ډيري کړو ، څه چې بايد ولروهغه  دادى چې په خپله خاوره کې دهمت کار او کوښښ وکړو که نن امريکا ، غرب ، استراليا، چين ، هند ، جاپان او نور هيوادونه  اباد  دي هغه په خپله خاوره کې دخپلو ځوانانو دکوښښ په نتيجه کې اباد دي .

 که موږ په خپل هيواد کې په خپل لاس دخپلو ځوانانو په زور کار وکړو کوښښ  وکړو زموږ اينده نسلونه به ښه ژوند ولري  باعزته ژوند  ولري ، نورو ته محتاج نه وي او زموږ خلک نورو هيوادوته دپيسو دپيداکولو دښه ژوندانه د پيداکولو دپاره تللو ته ضرورت ونه لري .

 درنو هيوادوالو ، په خپله خاوره کې هرڅه لروخو کوښښ کافي نه لروراځي په خپله خاوره کې کوښښ وکړو او دا خاوره  اباده کړو او انشاالله تعالي دخارجيانو دوتوسره دوه کاله وروسته به داخاوره لاهم ښه شي ، لابه هم امن وي لابه هم بهتره وي ، نو هغه تشويش هم به هيڅکله  ونه لرو خاوره زموږ ده ،خوارى په خپله ده او نتيجه به هم زموږ خپله وي ، ښه کار ښه خدمت ډيره خوارى ، ابادي او راحتي لري ، نه کار نه زحمت  ، نتيجه نه لري ، موږ ټول په پياوړي اراده خپل وطن په خپل لاس او په خپل مټه وساتو او اباد يې کړو ، ځوانان په خپل وطن کې ژوند ترلاسه کړي په خپل وطن کې خوارى وکړي او دغه خاوره  په خپل قوت د ژوندانه دپاره ښه خاوري شي داسې خاوره چې دنورو هيوادو خلک تاسو ته دکار دپاره راشي نه داچې موږ  نورو ته لاړ شو نوراځي په دې وعده دسولې راوړل غواړو او خپلو خاورو ته او ځانته پکې خدمت وکړو ترڅو باقوته او داقتصاد خاوند ولس اوخاوره واوسيږو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته