سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي فرمان .

کابل باختر د زمري اته  ويشتمه

 دهيواد دخپلواکى دبيرته ترلاسه کولو ددري نوي يمې کاليزي او دنيکمرغه  ګوچني اختر  په مناسبت د محجوزينو او بنديانو دمجازاتو د تخفيف  اوبخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي فرمان .

 دافغانستان داساسي قانون د څلور شپيتمي مادي په اتلسمه فقره کې  له ليکل  شوي  حکم سره سم دهيواد دخپلواکى دبيرته ترلاسه کولو ددري  نوي يمې کاليزي او دنيکمرغه  کوچني اختر په مناسبت دهغو محکومينو د حجز او بند دمجازاتو  تخفيف  اوبخښنه چې د محکمو په قطعي اووروستي  حکم په جزا محکوم شوي دي په دې ډول منظورم .

 دمحجوزينو دمجازاتو بخښنه .

 لومړى ماده

١(هغه محجوزين  چې داتو کلونو اويا له هغه  څخه زيات په  حجز  محکوم شوي وي  په دې شرط دي له  حجز  څخه خوشي  شي  چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټي پوري د دوي دمحکوم بها د حجز له ټولې مودي څخه له دوو کلونو  څخه زيات وخت پاتي نه وي .

 ٢(  هغه محجوزين  چې له پنځوکلونو څخه تر اتو کلونو پوري په حجز  محکوم شوي وي  په  دې شرط  دي له حجز  څخه خوشي شي چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټې پوري  ددوي  دمحکوم بها د حجز  له ټولي مودي څخه له يونيم کال څخه زيات وخت پاتي نه وي .

   ٣(  هغه محجوزين  چې تر پنځو کلونو پوري  په حجز محکوم شوي وي په دې شرط  دي له حجز  څخه خوشي شي چې  ددغه فرمان دصادريدو تر نيټي پوري ددوي د محکوم بها  د حجز  له ټولي مودي څخه يوکال  څخه وخت پاتي نه وي .

 د محجوزينو دمجازاتو تخفيف

دويمه ماده :

  هغه محجوزين  چې  ددغه فرمان په لومړى ماده کې  دبخښنې  له ليکل شويو  ښيګنو څخه استفاده  ونه کړاي شي ددوي دپاتي  حجز  دمجازاتو په موده کې  دي په دې ډول تخفيف  راشي .

  ١_  ددغي مادي په لومړى فقره کې  دليکل شويو محجوزينو  دپاتي  حجز  دمجازاتو په موده کې يونيم کال .

 ٢_  ددغي مادي په دويمه فقره کې  دليکل شويو محجوزينو دپاتي  حجز  مجازاتو  په موده کې يو کال .

 ٣_  ددغي مادي په دريمه فقره کې دليکل شويو محجوزينو دپاتي حجز د مجازاتو په موده کې  شپږ مياشتي .

 دبنديانو  دمجازاتو بخښنه .

 دريمه ماده

  ١(  هغه بنديانې ښځي او نارينه چې دپنځلس کاله اويا له هغه څخه زيات په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټيې پوري  ددوي د بند له مودي په دوو کلونو اوشپږ مياشتو څخه  زيات پاتي نه وي ددوي دبند پاتي موده دي وبخښل  اوخوشي شي .

  ٢(  هغه بندياني ښځې او نارينه چې له لسو څخه تر پنځلسو کلونو پوري دبند په جزا محکوم  شوي دي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان  د صادريدو ترنيټې پوري ددوي  دبند له مودي څخه له دووکلنو څخه زيات  پاتي نه وي دبند پاتي موده يي وبخښل شي  او خوشي دي شي .

 ٣( هغه بندياني  ښځې او نارينه  چې له پنځو څخه تر لسو کلونو پوري دبند په جزا  محکوم شوي وي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان  دصادريدو تر نيټي پوري ددوي دمحکوم بها  د بند له مودي  څخه  څه دپاسه  يو کال او شپږ مياشتي پاتي نه وي ددوي  دبند پاتي موده دي وبخښل شي  او خوشي دي شي .

 ٤(  هغه بنديانې  ښځې  او نارينه چې  تر پنځوکلونو دبند په جزا مکوم شوي وي په هغه صورت کې چې ددغه فرمان دصادريدو تر نيټي پوري ددوي د محکوم بها دبند  له مودي څخه له يو کال  زيات وخت پاتي نه وي  ددوي دبند دپاتي  موده دي وبڅښل شي  او خوشي دي شي .

 دبنديانو  دمجازاتو تخفيف

 څلورمه ماده

 دهغو بڼديانو  دمجازاتو په موده کې دي چې ددغه فرمان په دريمه ماده کې دبخښنې له ليکل شوي  ښيګنو  څخه  استفاده ونه کړاي شي په دي ډول تخفيف  راشي .

 ١_  ددريمي مادي  په لومړي فقره کې دليکل شويو محکومينو دمجازاتو په موده کې دوه نيم کاله 

  ٢(  ددريمي  مادي په دويمه فقره کې دليکل شويو محکومينو  دمجازاتو په موده کې دوه کاله .

  ٣_  ددريمي مادي په دريمه فقره کې دليکل شويو محکومينو دمجازاتو په موده کې يو نيم کال

  ٤_  ددريمي مادي په څلورمه فقره کې دليکل شويو محکومينو دمجازاتو په موده کې  يو کال

 د تخفيف  اوبخښني   خنډونه

 پنځمه ماده

  ١(  هغه محجوزين  او بنديان چې  دافغانستان دخلکو د جهاد دبرياليتوب  دشلمي کاليزي په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور  رييس د ١٣٩١ کال دثور دمياشتي داوومي نيټي په شپاړسمه ګڼه فرمان کې له ليکل شويو تخفيفونو څخه استفاده کړې ده ددغه فرمان په دويمه اوڅلورمه  ماده کې له ليکل شويو  تخفيفونو څخه ګټه نه شي اخستي .

 ٢(  د تښتوني او يرغمل نيوني دجرمونو محکومين ددغه فرمان دبخښني او تخفيف له  ښيګڼو څخه استفاده نه شي کولاي .

 ٣(  دنشه يي توکو  دقاچاقو د جرمونو محکومين په دغه فرمان کې دليکل شوي بخښنې  له ښګينو څخه استفاده نه شي کوالي .

 دقطعي  بند دمجازاتو بخښنه

شپږمه ماده

   دملي اردو  او دملي پوليسو  هغه افسران بريدملان او سرتيري او دملي امنيت دلوي رياست او دنظامي  تشکېلاتو د نورو لرونکو وزارتونو او دادارو منسوبين  چې  په اړوندو قطعو کې تر يوکاله پوري  په تنفيذي  بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې د خپلي محکوم بها دبند نيمايي موده يي په قطعه کې  تيره کړي وي ددوي  دبند پاتي موده دي وبخښل  شي او خوشي دي شي .

 دعمر زياتوالې او دنه علاج  وړ ناروغي

 اوومه ماده

  هغې ښځينه بندياني  چې دپنځه شپيته  کلني  عمر او هغه نارينه بنديان چې دپنځه اوياکلني عمر يي  بشپړ کړي وي ددغه فرمان د پنځمې  مادي ددويمي او دريمي فقري دحکم په رعايتولو او هغه  بنديان چې ددغه فرمان له صادريدو مخکې داړونده کميسيون له خوا  نه علاج وړ  تشخيص شوي وي ددوي دبند پاتي موده دي وبخشل شي او خوشي دي شي .

  دتاوان دجبيري  ورکول او نغدي جزا

اتمه ماده :

په دي  فرمان کې دليکل شويو مجازاتو بخښنه د محکوم بها دتاوان د جبيره کولو ، نغدي مجازاتو او دنورو تکميلي او تبعي  مجازاتو د تنفيض  خنډ نه کېږي .

 که چېري هغه محکومين  چې  ددغه فرمان  له حکمونوسره سم  د خوشي کولو وړ پيژندل کېږي ، په نغدي مجازاتو يا د تاوان په جبيره کولو هم محکوم شوي وي او تراوسه پوري يي  دخپلي محکوم بها پيسې يې  نه وي  ورکړي ، په رسمي ډول دي  اړوندي سيمه ئيزي اداري ته وروپيژندل شي چې دجزايي اجرااتو دقانون د حکمونو په حدودو کې دغه پيسې  ورڅخه  تحصيل شي .

د حق العبدي ددعوا  نه اخلال

نهمه ماده 

  ددغه فرمان حکمونه په هيڅ صورت  دحق العبدي  ددعوا يا ددغه حق دترلاسه کولو خنډ نه کېږي .

د ښځو او دشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو دوزارتونو مکلفيت :

 لسمه ماده

١)  د ښځو دچارو وزارت مکلف دي هغه  ښځينه  محجوزينې او بندياني چې ددغه فرمان له حکمونوسره سم  له حجز اويا بندڅخه   خوشي کېږي  ددوي  دشرعي محرم تر پيدا  کېدو پوري ،  په اړوندو ملاتړيزو مرکزونو کې  وساتي .

٢)دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو  وزارت  مکلف دي هغه هلک محجوزين  چې له حجز څخه خوشي کېږي  ددوي د مشرانو تر پيداکېدو پوري  په اړوندو  پالنځيوکې  وساتي .

د کميسيون جوړول

  يوولسمه ماده

١( ددغه فرمان د حکمونو  دتطبيق په مقصد  دولايتونو په مرکزونو کې له اړتيا سره سم دشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو ، ملي دفاع ، کورنيو چارو او د ښځو دچارو دوزارتونو ، دملي امنيت  دلوي رياست  ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون  او دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو  دلوى رياست  ددوو اوديو تن استازو  په ګډون داړونده ولايت دڅارنوال او يا دازادي دسلب درييس  په مشرۍ  کميسيون  جوړ شي . چې ډير ژر او په  پوره دقت سره  ددغه فرمان  ټول حکمونه  تطبيق کړي .

٢(  موظف کميسيونونه  مکلف دي  دخپلو اجرااتو رپوټ ددغه فرمان د حکمونو دعملي کولو په باب  د اجرا د نيټي په قيد او دهغو محکومينو په فهرست سره  چې دمجازاتو له تخفيف اوبخښنې څخه ګټه اخلي  د ښځو  ، نارينه و  اوماشومانو  په تفکېک سره  دعدليې او دکورنيو چارو  وزارتونو او دچارو داداري  او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رياست ته  وړاندې کړي

  انفاذ:

 دولسمه ماده

دغه فرمان  د ١٣٩١ کال د زمري دمياشتې  له اته ويشتمې نيټې څخه  نافذ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته