ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنى پيغام

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوررييس   حامدکرزي  دخواشينۍ
او ډاډګيرنى پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره  خبر شوم چې دکابل  پوهنتون يو   پخوانى استاد   پوهاند دکتور سيدسرور عالمي دورپيښې ناروغۍ له امله له هيواد ليرې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي .
انالله اوانااليه راجعون
ارواښاد   پوهاند  دوکتور سيد  سرور عالمي  يو مجرب  ډاکتر او دپوهنتون   يو نوميالي  استاد و، ډير  ځوانان ډاکتران  يې وروزل  او خلکو ته يې دطبي خدماتو دوړاندې کولو له لارې ډير خدمات وکړل  . خدمات يې دقدر وړ او مړينه يې   يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ  اوډاډګيرنې مراتب  د ده کورنۍ ، دوستانو او دهيواد  ټولو ډاکترانو ته وړاندې کوم . الله تعالي دې  دى  وبخښي  او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته