دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام
کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام
په ژورې خواشيني سره خبر شوم چې دهيواد ملي اووګړني شخصيت اودپوهنې خدمتګار خواجه ميرمحمدعثمان دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد ميرمحمدعثمان حپل پتمن عمر دهيواد دبچېانو ښوونې او روزنې ته وقف کړ او د زړه سواند استاد په توګه يې دهيواد پوهنې ته صادقانه خدمت وکړ اودملي شورا په ديارلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې دپروان دمنتخب وکېل په توګه دافغانستان خلکو ته دسترو خدمتونو جوګه شو.
ارواښاد ميرمحمدعثمان دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت رښتينې قوماندان او همکار و او دخپل عمر په ٩٤ کلونو کې ديو هيوادپال اوملي شخصيت په توګه يې تبارز وکړ .
دده په مړينې سره هيواد خپل يو مخور سپين ږيږي له لاسه ورکړ.
دخپلې ژورې خواشيني اوډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ ، دوستانو ،
دپروان اودافغانستان ټولو خلکو ته څرگندوم اودلوى خداى ج له دربار څخه
متوفى ته دمغفرت اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.