دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي له خلکو څخه وغوښتل چې د ډاکتر له لارښوونې پرته درمل ونه کاروي .؛
جمهور رييس وويل، په خپل سر دهر راز درملوکارول دټولو خلکو او په تيره بيا دماشومانو روغتيا ته زيان رسوي او آن ددوى ژوند له خطر سره مخامخ کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه دملي راډيو له لارې خپره شوه دغه راز وويل : زموږ يو شمير هيوادوال، ډاکتر ، روغتون اويا هم روغتيايي کلينيک ته له مراجعې پرته دځان اويا هم دخپلې کورنۍ دغړو ناروغانو دعلاج لپاره درملتونونوته ځي او د ډاکتر له نسخې پرته درمل اخلي .
جمهور رييس څرګنده کړه د ډاکتر له مشورې پرته ددرملو کارول موږ اوزموږ ماشومانوته خطرونه متوجه کولى شي اوپه خپل سر ددرملنې او د ډاکتر له لارښوونې پرته ددرملو کارول په ماشومانو او په اميدوارو ښځو ناوړه اغيزه کوي .
حامدکرزي په دې راډيويي وينا کې زياته کړه چې زياتره درمل جانبي عوارض لري اوپه خپل سر ددرملو کارول که چيرې په ښکاره ګټه رسوي زموږ دبدن نورو غړو ته نور زيانونه متوجه کوي او يواځې ډاکتران کولاي شي چې په دې اړوند موږ ته لازمه لارښوونه وکړي .
جمهور رييس دغه راز وويل، دعامې روغتيا وزارت ددرملتونونو متصديانوته ابلاغ کړې ده چې دوى نه شي کولاي د ډاکتر له نسخې پرته درمل وړاندې کړي او هم په درملتونونوکې دمسلکي کسانو شتون ضروري بلل شوى دى خو سره له دې هم ليدل شوي دي چې د ډاکتر له نسخې پرته هم درمل وړاندې کيږي او آن په واټونوکې وړاندې کيږي .
حامدکرزي په ټينګار سره له خلکو څخه وغوښتل، په هغه صورت کې چې ناروغيږئ ډاکتر ، روغتون او روغتيايي کلينيک ته دې مراجعه وکړئ او د ډاکتر په مشوره دې خپل علاج وکړئ .
جمهور رييس يادونه وکړه که چيرې ځينې عادي درمل د ډاکتر له نسخې پرته هم وړاندې کيږي چې په نورو ځايونوکې هم وړاندې کيږي پروا نه لري خو ددغه شان عادي درملو په کارولو کې دې هم له احتياط څخه کار واخستل شي او هر راز درمل دې له ماشومانو څخه لري وساتل شي اوهم دې دتيرتاريخ درملو له کارولو څخه ډډه وشي .