سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس دبﻻروس دجمهوريت له لومړى وزير سره وکتل .

کابل باختر د تلې  يو ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دبلاروس  د جمهوريت له لومړى   وزير سرګي  روماس سره دشانګهاي دهمکارى  دسازمان دحکومتونو دمشرانو په غونډه کې په دوشنبې ښار کې دخپلې استوګنې په سيمه کې  وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دبلا روس  لومړي وزير له اجراييه رييس څخه په مننې سره دخپل  هېواد علاقمندي په افغانستان کې دپانګه والۍ دسوداګرۍ دتبادلې دزياتوالي په خاطر  وښودله  او بلا روس  ته داجراييه رييس سفر يې  ددوو هېوادونو ترمنځ  دنوي اړيکې پيل وباله .
روماس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې هېواد يې تيار دى چې افغانستان دلاندې ټکو په لاره کې  ددرندو ماشين الاتو په برابرولو سره مرسته وکړي .
  داجراييه رييس دبلاروس له لومړي وزير  څخه مننه وکړه او ددوو هېوادونو ترمنځ يې دغه اړيکې ښې وبللې او ددوو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې دخپل سفر مثبت پيل  څخه درضايت څرګندونه وکړه .
اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې ددوو هېوادونو تر منځ  دګډ کميسيون په سرکې  داقتصاد وزير  ټاکلې او په دې باب دبلا روس داقدام په تمه  دى چې کميسيون  خپل کارونه په عملي توګه  پيل کړي .
اجراييه رييس ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي راکړې ورکړې دزياتوالي له طرحې څخه په هرکلي  سره دبلا روس له سوداګرى خونو ته بلنه ورکړه چې افغانستان  ته راشي او دسوداګرى او پانګې اچونې زمينې دافغانستان دسوداګري له خونو او ددغه هيواد له مقاماتو اومسوولينوسره وڅيړي .
  اجراييه رييس په تاجکستان کې دبلا روس په صنعتي او کرنيزې نندارتون کې دافغانستان دسوداګرو ګډون ددواړو هېوادونو ترمنح دتجارتي  راکړې ورکړې لپاره ښه پيل وباله .
دبلا روس  لومړي وزير داجراييه رييس له وړانديز څخه په هرکلي سره وويل چې دى هم دخپل هېواد داقتصاد وزير  دګډ کميسيون په سرکې  ټاکي او دبلا روس دسوداګرى دخونويو هيئت دسوداګرى اود پانګې اچونې دمطالعې لپاره افغانستان ته  استوي .
روماس  دخپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې هېواد يې په افغانستان کې دسولې او امنيت غوښتونکي دى او په دې لاره کې تيار دى چې له افغانستان سره مرسته وکړي .     ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته