کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
هغه کسان چې په عملي توګه له وسله والو مخالفينو سره دسولې دخبرو د پيل مخالف دي ،له شک پرته هغه کسان دي چې د پرديو هيوادونو داستخباراتو په اشاره عمل کوي.
دغه ټکى د بهرنيو چارو وزارت ويندوى احمد شکيب مستغني نن په يوه خبري کنفرانس کې بيان کړ او ويې ويل چې افغانستان په دوبۍ کې د وروستيو خبرو بشپړ هرکلى کوي او زياته خوشبيني لري چې له دې لارې کولاى شو دمستقيمو خبرو زمينې برابرې کړو .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې طالبانو پرون د دوبۍ خبرې ردې کړې وي.
ده دغه راز وويل ، هغه کسان چې په عملي توګه له وسله والو مخالفينو سره دسولې دخبرو د پيل مخالف دي ، له شک پرته هغه کسان دي چې د پرديو استخباراتو په اشاره حرکت کوي او دافغانستان حکومت ورته ارزښت ورکوي.
1 1 دقیقه لوستل