دافغانستان حکومت دپاکستان دلمسوونکو تحرکاتو پرخلاف اعتراض وکړ
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٦ :
دافغانستان حکومت د ډيورنډکرښې ته څېرمه د افغانستان د پوځونو پرخلاف دپاکستاني د پوځيانو د لمسوونکى بريد په باب دپاکستان په وړاندې خپل سخت اعتراض څرگندکړ .
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دبهرنيوچارو وزارت دلومړۍ سياسي څانګې رييس عزيزالدين احمدزاده په کابل کې دپاکستان له شارژدافير شاه نظر اپريدى سره نن سهار دبهرنيو چارو په وزارت کې وکتل.
احمد زاده د ډيورنډکرښې ته څېرمه دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې نن سهار دپاکستاني ځواکونو د نه لمسول شوى بريد په باب چې له درندو اوسپکو وسلو څخه يې پکې کار واخيست؛ دافغانستان د حکومت سخت اعتراض اپريدى ته څرگندکړ.
دپاکستاني پوځيانو د بريد له امله چې نن سهار په اتو بجو اوشلو دقيقو وشو، دافغانستان ځواکونو ته د سرزيان نه دى اړولى .
دبهرنيو چارو وزارت د لومړۍ سياسي څانګې رييس څرگنده کړه چې د هغو تاسيساتو د له منځه وړلو څخه دپاکستاني ځواکونو د ډډې کولو د دوام په صورت کې چې په ګوشتې ولسوالۍکې اوپه نوروساحوکې يې جوړکړې دي اودپاکستاني ځواکونو له خوا نه لمسول شويو بريدونو د دوام په صورت کې به د هراز عواقبو مسووليت دپاکستان په غاړه وي.