کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دافغانستان بانک وياند ايمل عاشور وايي چې زاړه او وراسته بانک نوټونه دچلند وړ دي او تبادله کيږي . اوخلک دې ځان ته ستونزه نه پيداکوي .
ده چې دزړو اوورستو بانک نوتونو په باره کې خبرې کولې دباختراژانس خبريال ته وويل هغه مندرس بانکنوتونه چې پلستر شوي دي دچلند او تبادلې وړ دي . خو هغه بانکنوتونه چې ليکنې پکې شوي وي او سوري شوي وي له چلند څخه وځي .
دده دڅرګندونوله مخې ، هغه بانکنوتونه چې تيزاب پرې شيندل شوي دي هم دچلند وړ نه دي .
خويوشمير هېوادوال لس افغانيګي ، شل افغانيګي ، پنځوس افغانيګي ، سل افغانيګي ، پنځه سوه افغانيګي او زر افغانيګي بانکنوټونه چې پلستر شوي دي ، نه اخلي . دوى دليل وړاندې کوي چې دغه بانکنوتونه له چلند څخه وتلي دي .
خو دمرکزي بانک وياند ټينګار کوي چې دبحث وړ بانکنوتونه په بازار کې دچلند او تبادلې وړ دي .
په همدې حال کې يوشمير هېوادوال دمرکزي بانک له مسوولانو څخه غواړي چې يوځل بيا دې په بازار کې دنه چلند وړ بانکنوتونو دتبادلې وخت تمديد کړي . متقاعد افسر غلام حضرت وايي چې بايد دخلکو دستونزو په درک سره تصميم ونيول شي او څو مياشتې نورې مهلت ورکړى شي چې خلک دغه شان بانکنوټونه بانک ته تسليم کړي .
ده دبانکونو په نمايندګيو کې دخلکو اوږدو ليکو ته اشاره وکړه او ويې ويل که چيرې داسې شي خلک تاواني کيږي .
په همدې حال کې دمرکزي بانک وياند وايي چې ددولتي او خصوصي بانکونو ټولې نمايندګي موظفې دي چې دنه چلند وړ بانکنوټونه بدل کړي .
ده دغه راز زياته کړه کابو اووه مياشتې وخت ورکړ ى شو چې خلک دبانکونو نمايندګۍ ته ورشي اوبانکنوتونه يې بدل کړي .
ده ټينګار وکړ چې دروان کال دزمري دمياشتې له پاى ته رسيدو وروسته دغه فرصت پاى ته رسيږي او نه تمديديږي .
ختم- ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل