سیاست

دافغانستان او چين ترمنځ دهمکارۍ درې سندونه لاسليک شول .

کابل باختر د لړم دولسمه :
دافغانستان دماليې وزير اکليل حکيمي نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني او دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس دمرستيال لي يون چو په وړاندې دچين دسوداګرۍ وزارت له مرستيالې ميرمن ګاويانک سره  درې نوي قراردادونه لاسليک کړل .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ دغه درې  قراردادونه دفزيکي امنيت ، ټولنيز امنيت او دپوهنې په برخو کې دي چې دهغو له مخې دکابل په دروازو کې دسکن ماشينونودرول ، داستوګنې  دلسو زرو اپارتمانونو دجوړولو لپاره دنهه اويا  مليونه ډالري  مرسته او دپوهنې او دلوړو زده کړو د وزارتونو لپاره تحصيلي بورسونه شامل دي .
دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس  مرستيال لي يونچو ديو رسمي  سفر لپاره نن  افغانستان ته ورسيد او له افغان مسوولينوسره يې ليده کاته او خبرې اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته