ورزش

دافغانستان او هند ورزشکاران لوبه کوي .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دافغانستان دملي ټيمونو درزمي ورزشکارانوسيالۍ نن په هند کې پيليږي .
دبدني روزنې او ورزش درياست دخپرونو مسوول احسان نيرو دباختراژانس  خبريال ته وويل چې ټاکل شوې ده درزمي ورزشونو سيالۍ په دوو برخو، اماتور او حرفوي کې سرله نن څخه دافغانستان او هندوستان د ورزشکارانو ترمنځ په دغه هيواد کې پيل شي . 
ده زياته کړه چې په همدې مقصد يوڅوارلس  کسيز ټيم افغان ورزشکاران  پرون هند ته لاړل .
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ درې ورځې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته