امنیت

دافغانستان او ترکمنستان د پولې په اوږدو کې ددواړو هيوادونو دپوځيانو په ګډون عملياتو کې تروريستانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
په هرات ولايت کې دملي اردو مسوولينو له ترکمنستان سره په سرحدي سيموکې دافغانستان دهرات اوبادغيس په ولايتونوکې دګډو عملياتو دپرمختګ ډاډ ورکړ.
دياغيانو او اخلال ګرانو له شتون  څخه دسيمو پاکولو په مقصد  له شپږو ورځو راپديخوا له ترکمنستان  سره دګډې پولې په سرحدي سيموکې دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شوي دي چې زيات برياليتوبونه هم ورسره دي .
دغه عمليات دهرات ولايت دکشک رباط سنګي او دکشک کهنه دولسواليو له استقامت څخه دبادغيس  ولايت دمقر او ابکمري دولسواليو په لور دوام لري .
له دې سره جوخت  دبادغيس ولايت له استقامت څخه هم دياغيانو دتيښتې دمخنيوي په مقصد ورته عمليات پيل شوي دي .
داسې ويل کيږي چې دعملياتو په  شپږمه ورځ دهرات ولايت درباط سنګي اوکشک  کهنه  په ولسواليو پورې اړوند دمحمد کريم بيګ ، اجرميانو ، چوغکي او دګله چاه کلي او دبادغيس ولايت  دمقر ولسوالۍ دلودينا ساحې په بشپړه توګه تصفيه شوي دي .  په هرات ولايت کې دملي اردو يوې خبري سرچينې  دباختراژانس خبريال ته وويل. دمولوي سعدالدين په نامه يو سړى چې دطالبانو يو جګپوړي غړى دى دکشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې ټپي شوى دى .
  دغه خبرځاى وويل  چې په دغو عملياتو کې ددووماينونو په ګډون يوه اندازه مهمات هم په دې سيمه کې ترلاسه شوي دي.
    ويل کيږي  په بادغيس ولايت کې چې په عملياتو کې شاملو ځواکونو دمقر ولسوالۍ دلودينا په ساحه کې هم له  ياغيانوسره په نښتې لاس پورې کړى دى چې له امله يې پنځه تنه ياغيان وژل شوي او دولس تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په وژل شويو کسانوکې دوسله والو طالبانو دډلې  جګپوړي  کسان ملا حبيب الله ، ملا شيرين اوملا خان محمد هم تر سترګو کيږي .
په روان کال کې دا دافغان امنيتي ځواکونو ډير ستر ګډ عمليات دي چې په ياغيانو ، دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو  او دحرفوي غلو له شتون څخه دسرحدي کليو دپاکولو په مقصد د هرات اوبادغيس  دولايتونو په سرحدي سيموکې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته