ورزش

دافغانستان او ترکمنستان داولمپيک دملي کميټې ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دافغانستان داولمپيک دملي کميټې رييس دترکمنستان  داولمپيک دکميټې له مسوولينوسره  ددوه اړخيزو همکاريو تفاهم ليک لاسليک کړ.
باخترآ ژانس داولمپيک دملي  کميټې دخبرپاڼې له خولې  خبر راکړ :
دغه تفاهم ليک  نن دافغانستان داولمپيک دملي کميټې رييس محمد فهيم هاشمي دترکمنستان داولمپيک دملي کميټې له مسوول سره لاسليک کړ.
داولمپيک دملي کميټې رييس دافغانستان داسلامي جمهوريت له  جمهور رييس سره   ددوه ورځني سفر لپاره  ترکمنستان ته تللى دى  اودترکمنستان له جمهوررييس  قربان قلي محمدوف سره  چې ددغه هېواد  داولمپيک  رييس هم دى  وکتل او خبرې  يې ورسره  وکړې .
په دې کتنه کې   دافغانستان داولمپيک  دملي  کميټې رييس  ددواړو  هېوادونو ترمنځ دګډو سياليو دترسره کولو  ، دعلمي او تخنيکي او ورزشي  فعاليتونو دراکړې ورکړې  ددواړو هېوادونو  داولمپيکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره   دمشرتابه دغړو ترمنځ   دکتنو ترسره کول  اوپه دغه هېواد کې په سياليو  او تمريني کمپونو کې  دافغان ورزشکارانو  لپاره  دګډون دزمينو دبرابرولو په خاطر   دڅلورو کلونو لپاره يو تفاهم ليک   لاسليک کړ.
دافغانستان داولمپيک دملي کميټې رييس  په هېواد کې  دورزش  دودې اوپرمختګ په لاره کې ددغه تفاهم ليک لاسليک کول ګټور بولي او هيله څرګندوي  چې له نورو هېوادونوسره هم ددغه شان تفاهم ليکونو په لاسليک کولو سره   په افغانستان کې دورزش دښه والي لپاره زمينې برابري کړي .
په دې سفر کې  محمدفهيم هاشمي دترکمنستان داولمپيک دملي کميټې له مرستيال   او ددغه هېواد دورزش  له نورو مسوولينو سره  هم وکتل.
دترکمنستان داولمپيک  ملي کميټې  پخوا هم  په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې   په سالون کې   په آسيايي سياليو کې دافغانستان دګډون لپاره  دهمکارۍ اعلام کړى و چې ددغه تفاهم ليک په لاسليک کيدوسره   ددواړو لورو ترمنځ  دزياتې همکارۍ زمينه برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته