سیاست

دافغانستان او ايران ګډې امنيتي کميټې په کابل کې غونډه وکړه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩ :
دافغانستان او ايران ګډې امنيتي کارى کميټې د دواړو هيوادونو  د کورنيو چارو د وزارتونو دامنيتي معينانو په ګډون په کابل کې غونډه وکړه .
دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو  چارو   وزارت دامنيتي چارو د ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي او  د ايران د کورنيو چارو  وزارت دامنيتي او انتظامي مرستيال علي عبدالحي په ګډون جوړه  شوه دافغانستان او ايران دسرحدي پوليسو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو دپياوړتيا په تيره بيا د دواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ دګډو همکاريو د زياتوالي په باره کې خبرې  وشوې.
دهيواد دکورنيو چارو  وزارت ستر امنيتي معين وويل  ،  چې د ګډې کميتې  په دويمه غونډه کې دافغانستان او ايران دسرحدي پوليسو ،  د نشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزې په  غير قانوني ډول د افرادو دتګ  راتګ د مخنيوي  او د دواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ دهمغږي دزياتوالي په باب خبرې وشوې .
ده څرګنده کړه چې په دې غونډه کې دافغانستان د کورنيو چارو وزارت په  ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو د حالت د ښه والي غوښتنه  وکړه او په  ايران کې په روزنيزو  او  روغتيايي خدمتونو د افغانستان دمهاجرينو په لاسبري  او  دغه  راز دافغانستان په مهاجرينو په کابل کې د ايران دسفارت له خوا د ويزې  د صادرولو
په آسانتياو  باندې ټينګار کړى دى .
په همدې حال کې  جنرال سالنګي د  دواړو هيوادونو د پوليسو ترمنځ د تجربو دتبادلې او هم له هغو حرکتونو څخه په  ډډې کولو باندې چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دسرحدي تاوتريخوالي سبب کيږي ټينګار وکړ او دهغې غونډې صورت يي چې په هغه کې دافغانستان او ايران د سرحدي پوليسو ترمنځ دهمکاريو چوکاټ مشخصي شوى دى ،  لاسليک کړى دى .
ددغې غونډې په پيل کې د دواړو هيوادونو دکورنيو چارو وزارتونو  امنيتي معينانو دافغانستان دسرحدي پوليسو لويه قوماندانۍ  وکتله.
په دې کتنه کې چې دايران دکورنيو چارو وزارت دهيت غړو  هم برخه لرله دافغانستان په سرحدي پوليسو کې د پرمختګونو د څرنګوالي په باب معلومات ترلاسه کړل او د دغه هيواد له سرحدي ځواکونو سره يي د دغو پوځونو دتجربو دتبادلې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته