دافغانستان او ايران دحج بعثه هيئت په خپلوکې همکاري کوي
کابل-باختر دلړم دويمه
دافغانستان د حج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي او د ايران داسلامي جمهوريت د حج دبعثه هيئت رييس ايت الله قاضي عسکر پرون سره وکتل او په خپلوکې پر دايمي همکاريو باندې يې ټينګار وکړ .
له مکې مکرمې څخه دباختر اژانس د استول شوى خبريال نثار احمد نوير دخبر له مخې: په دې کتنه کې يې چې په مکه مکرمه کې دافغانستان په بعثه کې وشوه؛ د حج او اوقافو وزير د دواړو هيوادونو دبعثه وو ترمنځ دمتقابلو همکاريو په اړوند خبرې وکړې او وې ويل: موږ سږ کال دنوم ليکنې په بهيرکې د ايران داسلامي جمهوريت د حج دبعثه له تجربو څخه استفاده وکړه او د بيت الله شريف د حج غوښتونکي موټر پنځو کلونو پورې انتخاب کړى دى چې يوه بريالى تجربه ده .
دغه راز د ايران د حج دبعثه رييس په مکه مکرمه دخپل هيواد دبعثه دکار او فعاليت دڅرنګوالې په باب معلومات ورکړ او زياته يې کړه چې ايران هم غواړي په مکه مکرمه کې دافغاني بعثه له ښو تجربو څخه ګټه واخلي.
ده يادونه وکړه چې دغه شان ليدنې کتنې کولاى شي دواړه وروڼو او مسلمان ملتونه په ټولو برخوکې له يو بل سره نږدې کړي .