– کابل/ د ليندۍ دمياشتې ٨ مه / باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور ريیس محمد اشرف غني د امريکا متحدو ايالتونو جمهورريیس ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستايل او جمهوررييس غني ته یې د افغانستان په ختيځ کې د داعش د ماتې مبارکي وويله.
د دواړو هيوادونو جمهورريیسانو ټينګار وکړ چې که طالبان د سولې هوکړه ليک ته ژمن دي، بايد اوربند ومني او که چېرې غواړو په افغانستان کې پایداره سوله تامين شي بايد له هيواده بهر د تروريستانو ځالې له منځه یووړل شي.
وروسته جمهورريیس غني او جمهورريیس ټرمپ په بګرام کې امريکايي سرتېرو ته
په وينا کې د هغوي او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې.
همدارازهغوی د دښمن په ځانګړي ډول دداعش او القاعدې په ماتولو کې د دواړو هيوادونو وروستي پرمختګونه بېساري وبلل.
پاى ذ