***دافغانستان- امریکاد متحده ایالاتو ددوه ارخیزه کمیسیون د پرانستلو په ناسته کی دافغانستان دبهیرنیو چارو دوزیر داکتر زلمی رسول وینا
کابل-باختر دتلې ١٦
***دافغانستان- امریکاد متحده ایالاتو ددوه ارخیزه کمیسیون د پرانستلو په ناسته کی دافغانستان دبهیرنیو چارو دوزیر داکتر زلمی رسول وینا،د بهرنیو چارو وزیره جلالتمآب هیلری کلنټن، خوږو ملګرو او همکارانو، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د دوه اړخیز کمیسون د پرانیستې ناستې د مراسمو د کوربتوب او تودې میلمه پالنې له امله دتاسو څخه ډيره زیاته مننه کووم.مونږ نن ورځ په داسې وخت کې سره وینو چې تیره میاشت په لیبیا کې سفیر سټیفن او د هغه همکارانو په یوې خواشینې او غمجنې پیښې کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل. اجازه راکړې چې یو ځل بیا د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب ښاغلې وزیرې تاسې ته؛ په بهرنیو چارو وزارت کې ستاسو همکارانو ته؛ او د سفیرسټیفن او د هغه د دریو همکارانو کورنیو، ملګرو ته وړاندې کړم. په حقیقت کې دا زمونږ د دواړو ملتونو د عسکرو، ډیپلوماټانو، مرستندویه کارکوونکو او خلکو د بی شمیره سرښندنو لامل ده چې مونږ ته یې دا وخت په لاس را کړ ترڅو د یوی ټینګې ملګرتیا او کلکې همکارۍ د بنسټ ډبره کیږدو، او د خپلو خلکو د راتلونکي عامه امنیت او سولې، پت او فرصت منځته راوړلو په موخه د خپلو هڅو لړۍ روانه وساتو.نننۍ ناسته بی سارې او تاریخي ده او ماته د خوښۍ ځای دى چې په دغه ناسته کې ګډون کووم. د ګډو ارزښتونو، ګډو ګټو او دوه اړخیز درناوي ، او راتلونکې سولې او سوکالۍ د ژمنې پربنسټ د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ منځته راغلې د ستراتیژیکو همکاریو دغه تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی باب پرانیزي.موږ دغې همکارۍ ته د بنسټیزو خصوصیاتو له لارې ورنږدې کیږو کوم چې زموږ ملي ګټې تامینوي او په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره محوري ځانګړتیا لري. موږ به د خپلو ستراتیژیکو موخو، خوندیتوب، امنیت او د افغان ولس د هوساینې په لور خپله د پرمختګ لړۍ روانه وساتو.آغلې وزیرې، لس کاله مخکې موږ د جنګ، تاوتریخوالی او ورانیو د اوږدې تورې دورې څخه راوتل پيل کړل. د افغان ولس ژوند ته د امنیت بیرته راوستلو ننګونې او افغانستان په یوه باثباته او ولسواکه هیواد بدلول ستونزمن ښکاره کیدل. سره له دې، نن ورځ موږ د نړیوالې ټولنې ویاړمن غړیتوب لرو او په چټکۍ سره د یو با امنه او په ځان بسیا راتلونکي په لور روان یو. زموږ همکاریو د نړیوالې سولې او امنیت ګواښونو ته ځواب ورکړ او افغانستان یې د یو خوندي، ولسواکه او سوکاله راتلونکی په لور روان کړ.باور لرم چې دغه دوه اړخیز کمیسون به زموږ د اړیکو او همکاریو د ترټولو مهمې غونډې په لور وده وکړي، یوه داسې غونډه چې زموږ د ګډو ګټو او موخو د تحقق په خاطر د دواړو هېوادونو ژمن فعالین، د ټول اړخیزو خبرو اترو او د ګډو اقداماتو تعریف او پلي کولو لپاره، په دې غونډه کې سره را ټول کړي. لکه څنګه چې د رهبرۍ ګډه کمیټه او کاري ډله د همکارۍ د غښتلی کولو او زموږ د همکاریو مختلفو اړخونو چې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون لپاره د منلو وړ وي په خوا د پرمختګ څارنه روانه ده، آغلې وزیرې غواړم تاسې ته ډاډ درکړم چې افغانستان زموږ د تیرې لسیزې ګډ بریالیتوب، پرمختګ، د پایلو وړاندې کولو، او په مخکې پرتو ننګونو سره مبارزې ته په بشپړه توګه ژمن دى.زموږ مخ ته مهم لومړیتوبونه پراته دي، چې په مجموع کې د افغانستان د اوږد مهاله سولې، ثبات او هوساینې لپاره اړین دي. موږ د لیږد بهیر روان پرمختګ او د خپلو همکارانو اوږد مهاله ژمنو چې افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي، هڅولي یو. په دې برخه کې، د دې لپاره چې د دواړو خواوو قناعت ترلاسه شي د دواړو هیوادونو ترمنځ په یوه پراخه دوه اړخیز امنیتی تړون خبرې اترې د لوړ اهمیت لرونکې دي.خوښ یم چې د امریکا متحده ایالاتو د دغه تړون په اړه د خبرو اترو د مشرتوب لپاره په خپل استازیتوب یو تکړه ډیپلوماټ، سفیر وارلیک، مؤظف کړی دى. همداراز سفیر حکیمي چې زمونږ د وړو ډیپلوماټانو له جملې څخه دى، به زموږ په استازیتوب د دغه بهیر مشرتوب په غاړه ولري. د دغې مهمې هڅې په مخته وړلو کې دوی دواړو او د دوی ټیمونو ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کووم.آغلې وزیرې، پر دې برسیره به مونږ د سولې بهیر په ټینګه سره روان وساتو. دا د افغانانو یواځینې او مسلم حق دى او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښودلو لپاره ترټولو ریښتینې لار ده. مونږ د افغانستان د راتلونکي ټیکاو لپاره د راتلونکو ټول ټاکنو اهمیت درک کړې. هغه به ډاډ راکوي، مونږ به ډاډمن کیږو چې اړین شرایط د آزادو، عادلانه او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره برابر دي.څرنګه مو چې د بشري حقونو پیاوړتیا، د سولې او بریالیتوب لپاره د سیمه ییزې همکارې زیاتوالي؛ بشري او ملی منابعو انکشاف؛ اداري فساد پر وړاندې مبارزې؛ حکومتوالۍ ښه والي، زیربناګانو جوړولو، عامه روغتیا او پوهنې؛ او تروریزم او بنسټ پالنې سره مبارزه روانه ساتلې، نو مونږ به د خپل ترټولو ستر او مهم ملګري متحده ایالاتو په جاری او اساسي مرسته باندې حساب کوو.او موږ به ټول دغه لومړیتوبونه په ځانګړې پاملرنې سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دایمي پرمختګ پورې تعقیبوو ترڅو زمونږ په ټولنه کې د تل په څیر په ټولنیز، سیاسی، اقتصادي، او کلتوري ژوند کې د دوی رول غښتلې شي.د دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې سره غواړم چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د هغو ټولو څخه مننه وکړم چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ ستراتیژیکو همکاریو ته په ټینګه او کلکه سره ژمن دي، او همداراز غواړم چې ستاسو د هوډمنو هڅو او زیات زیار له کبله مننه وکړم. موږ ته پرتې ننګونې ډیرې دي، خو زموږ د همکارۍ ژمنه هم ډیره ده. نو راځي چې له دغه فرصت څخه زیاته ګټه واخلو او د خپلې همکارۍ د بریالیتوب په موخه قوي بنسټ کیږدو ترڅو راتلونکې خوندي او روښانه کړو.آغلې، له تاسې څخه مننه.