سیاست

دافغانستان ، پاکستان او دايساف دجګپوړو پوځي مقاماتو تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړيږي .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
ټاکل شوې ده  سبا دافغانستان پاکستان او ايساف دوسله والو پوځونو دجګپوړو قوماندانانو درې اړخيز غونډه په کابل کې جوړه شي .
دملي دفاع وزارت ويندوي جنرال عظيمي  په دې اړوند د باختر اژانس  خبريال ته وويل:  دافغانستان او پاکستان دملي اردو دلويو درستيزانو او دناتو دقوماندانانو  ٢٧ مه  درې اړخيزه  غونډه جوړيږي
  دغه غونډه  دتروريزم پرخلاف دمبارزې  دپرمخ بيولو او دامنيتي همغږيو  درامنځته کولو او په تاکتيکي  او اوپراتيفي  کچه دامنيتي همکاريو دمهمو مسئلو په باب دخبروپه مقصد  جوړيږي  چې په هغه کې  به دافغانستان دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارګانحرب شيرمحمد کريمي دپاکستان داردو لوى درستيز جنرال شريف رحيل  او د ايساف ناتو لوى قوماندان جنرال دانفورد ګډون  وګړي .
دغه غونډه  دملي دفاع وزارت په مقر کې  جوړيږي .
جنرال شريف رحيل  څه موده مخکې دپاکستان  داردو دلوى درستيز  په توګه وټاکل شو او داکابل  ته دده لومړنى سفر دى .
دافغانستان پاکستان او ايساف ترمنځ ددرې اړخيزې غونډې  طرحه څو کاله مخکې له هغه وروسته  برابره شوه چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تورونو زور واخيست .
په دغه شان غونډو کې  هلې ځلې کيږي چې دستونزو دحل لارې چارې ولټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته