نړۍ

داعش دعراق دموصل ښار له اوسيدونکو څخه جبري بيعت اخلي.

موصلايرنا باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دعراق  دالموصل ښار  دعيانو مجلس  اعلام وکړ چې  دداعش ډله  ددغه ښار خلک   ځانته  دبيعت لپاره  اړ باسي .
باخترآژانس  د اخبارنت  دخبري سايټ له  خولې خبر راکړ :  دموصل  دمشرانو دشورا غړي ابراهيم  الطايي  وويل:   چې دداعش تروريستي ډلې  دموصل خلک دې ته اړ ايستل  چې د جمعې په لمانځه کې دې  دخليفه  په توګه ددغې ډلې دمشر
ابوبکر البغدادي بيعت وکړي.
داعش دروان کال دروژې دمبارکې مياشتې په لومړۍ ورځ  دعراق  او سوريې  په ځينو سيمو کې  اسلامي خلافت اعلام کړ  او په ټوله نړۍ  کې يې له  جګړه مارو او وسله والو ډلو څخه وغوښتل چې دخليفه په توګه دابوبکر البغدادي بيعت وکړي او اسلامي دولت ( په عراق اوسوريه کې دداعش ترکنترول لاندې سيمو )  ته  مهاجرت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته