فيروزکوه باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٩ :
داعشيانو په غورولايت کې نهه تنه ملکي وګړي وتښتول.
دغوردوالي وياند عبدالحي خطيبي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې داعشيانو نهه تنه ملکي وګړي ددغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ له درديز کلي څخه ددغه ولايت دمرغاب ولسوالۍ د دستګن سيمې ته ليږدولي دي .
ده وويل چې ددغو کسانو دبرخليک په باب تراوسه پورې معلومات نه دي ترلاسه شوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ