ټولنه

داعشيانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
په ننګرهار ولايت کې دداعشيانو سنګرونه دنويو ځمکنيو او هوايي  بريدونو    ډګـر و.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت  په ځينو  سيمو کې په داعشيانو  ترسره شول  چې له امله يې پنځوس تنه داعشيان ووژل شول.
دننګرهار له ولايت څخه  دباخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې : 
دغه بريدونه دکوټ ، اچين  او دردواتو په ولسواليو کې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې         وايي چې په دغو بريدونو کې  دداعشيانو څوپټنځي هم له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته