داعدام شويو کسانو مړي کورنيو ته يې وسپارل شول .
کابل باختر د تلي اوولسمه :
دپغمان دوروستي پيښې دپنځو تنو اعدام شويو کسانو او دانسان تښوونکي باند دمشر حبيب استالف مړي نن کورنيو ته يې وسپارل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دلوى څارنوالي مرستيال ويلي دي چې دغه جنايتکاران پرون درسنيو له سترکو څخه لرې اعدام شول .
ويل کيږي چې دځينو دغو جنايتکارانو دمړودترلاسه کولو په خاطر آن ددوى دکورنيو غړي حاضر شوي نه و . او ددوى لرې خپلوانو او ګاونډيانو مړي تسليم شول .
ددغو جنايتکارانو داعدام حکم حامدکرزي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په توګه دخپل کار په وروستي اوونۍ کې لاسليک کړى و .