داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن له کابل څخه دسويس په نيت روان شو .
کابل_ باختر دثور دريمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن له کابل څخه دسويس په نيت روان شو .
سويس دخلکو دمعنوي شتمنيو اودفرهنګ ددوديزو ارزښتونو اودهغو دساتنې په باره کې دڅليرويشتمې بين الحکومتي غونډې کوربه دى .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې غونډه کې چې ديونسکو له خوا جوړيږي دنړۍ دزياترو هيوادونو استازي ګډون کوي او دخلکودمعنوي شتمنيو او دفرهنګي ارزښتونو دساتنې په باره کې خبرې کوي .
هغه څه چې په دې غونډه کې څيړل کيږي او پريکړه کيږي ټول غړي هيوادونه يې عملي کوي .
دغه غونډه سبا په ژينو کې جوړيږي او درې ورځې دوام کوي .