ښوونه او روزنه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو د چارو دمعينيت خبرتيا

کابل باختر د وري ديرشمه

   داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو د چارو دمعينيت خبرتيا

 ټولو ځوانانو ته خبر ورکول کيږي چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت په دى وروستيو وختو کې دلوړو زده کړو نيمه لوړوزده کړو او دخصوصي عالي تعليماتو له موسسو سره چې نومونه يې په دى ډول ليکل شوي دي تفاهم ليکونه لاس ليک ګړي دي .

 دلوړو زده کړو  خوارزمي ، ګوهر شاد ، خاتم النبين  ، عروج ، ميوند ، کابورا ، ازهر ، مريم ، سادات مزار او دبلخ ولايت دمولاناجلال الدين  محمد بلخي  له خصوصي موسسو  .

 داستقلال ميهن ، هيواد ، انيس ، اروين  ، روغتيا ، کابل روشان او دابرار دلوړو تعليماتو له خصوصي موسسو او دازير ، برهان ، کابورا دطبي روغتيايي علومو ، دعروج دمديريت درهبري د صحت دروغتيايي علومو او ني موسسي له انستيتوتونه  .

 دغه موسسي دهيوا د ځوان قشر ته ددرناوي په خاطر په کابل اومزارشريف کې  د ٤٥٠٠  تنو ځوانانو په سلو کې له شلو څخه تر اويا تخفيف  سره جذب زمينه په پام کې نيولې ده  هغه ځوانان چې دخپلې خوښ څانګه کې دکانکور په ازموينه کې نه دي بريالي شوي کولاي شي  ددغې خبرتيا له خپريدو وروسته هره ورځ د سهار له اتو بجو  څخه دمازيګر  تر  څلورو بجو پورې دنوم ليکنې او دغو موسسو ته دمعرفي کولو په مقصد دتابعيت له تذکري  او دوو عکسونو سره په پل باغ عمومي کې دځوانانو دچارو معينيت ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته