فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت ځوانانو ته ملاتړيز پروګرامونه برابرکړل .

کابل باختر د وري اوومه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين وايي چې ځوانان دغه معينيت ته په مراجعې سره  کولاى شي  له هغو ښو امکاناتو څخه ګټه واخلي چې ځوانانو ته برابر شوي دي .
دباختراژنس دخبريال دخبر له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات چې نن يې په يوه خبري  کنفرانس کې خبرې کولې له ځوانانو څخه وغوښتل  چې له هېوادڅخه دې ونوځي او له هغو اممکاناتو څخه دې ګټه واخلي چې دغه معينيت  ددوى دزده کړې ددوام لپاره ځوانانو ته برابر کړي دي
  په دې خبرې کنفرانس کې  ډاکتر سادات هغو ستونزو ته په اشارې سره  چې دهېواد ځوانان ورسره لاس اوګريوان دي او په همدې لحاظ  له هېواد څخه دتيښتې لاره غوره کوي وويل چې ځوانان ددې هېواد دراتلوونکي جوړونکي دي چې ددې هېواد په جوړولو کې اساسي رول لوبولى شي .
  ده دغه راز ځوانانو ته دبرابرو شويو اسانتياو يادونه وکړه او ويې ويل چې دځوانانو دچارو معينيت  ځوانانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په دوام داځلې هغو ځوانانو ته چې له اروپايي هېوادونو څخه شړل شوي اويا په خپل اوسني ژوندانه کې  له اقتصادي ستونزو سره لاس اوګريوان دي کوچني پورونه  ورکوي او دغه راز دهغو ناروغيو دعلاج او درملنې په برخه کې چې له امله يې ځوانان ځوريږي  له ځينو خصوصي  روغتونونو سره دقراردادونو له مخې دهغوى دعلاج او درملنې  زمينه برابريږي .
ده څرګنده کړه چې ځوانان کولاى شي  دغه معينيت ته په مراجعې  سره له دغو ښو امکاناتو څخه چې  برابر  شوي دي ګټه واخلي او دروغتيايي تحصيلي او تعليمي اسانتياو تر څنګ  له فرهنګي اسانتياو څخه هم استفاده وکړي .
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې يوزيات شمير ځوانان دښه ژوندانه په  موخه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي چې په حقيقت کې له هېوادڅخه دځوانانو تيښته د چارو دمسوولينو دانديښنې سبب شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته