داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت دغونډې جوړيدل .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت غونډه  ددغه وزارت  دسرپرست  ډاکتر کمال سادات په مشرۍ  نن  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  لومړى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين اوسرپرست  ډاکتر کمال سادات  دهېواد  داوسنيو نازکو شرايطو  په پام کې نيولو سره  ددغه وزارت  دبيلابيلو  څانګو  له رييسانو څخه  وغوښتل  چې په ښه توګه  دخدمتونو  دوړاندې کولو او دهېواد دبيا جوړولو په کار کې  دوندې اخستنې په لاره کې  له هيڅ راز  سرښندنو اوځان تيريدنو څخه  ډډه ونه کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  دهېواد په ولايتونوکې  دپرمختيايي پروژو  دتطبيق  دارزښت  او دپرمختيايي پروژو  دتطبيق  په لاره کې  دپرتو ستونزو او خنډونو  دبيانولو په ترڅ کې  دپرمختيايي پروژو  دبرخو  او دتاريخي ابداتو  له مسوولينو  څخه وغوښتل  چې په دغه وزارت پورې داړوندو انکشافي بودجو دتطبيق او عملي کولو رپوټ  دغه وزارت ته وړاندې کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپلان او پاليسي  ،  تهيې او تدارکاتو ، مالي او اداري  او دتاريخي ابداتو رييسانو  ددغه وزارت  دانکشافي پروژو دکار  دپرمختګ او دستونزو او خنډونوپه باب  هراړخيز معلومات وړاندې کړل .
  ډاکتر کمال سادات  د پرمختيايي  پروژو دبرخې  دمسوولينو  درپوټونو له اوريدو وروسته هغوى ته لارښوونه وکړه  چې  په ټاکلي وخت  او په ښه کيفيت سره  دپرمختيايي پروژو دښه تطبيق دزمينې دبرابرولو په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل  چې د جمهور رييس  له لارښوونې  سره سم  او دکابينې  دمصوبې له مخې ټاکل شوې ده  داطلاعاتو اوفرهنګ ، حج اواوقافو،  دښارجوړولو دچارو او دماليې  دوزارتونو  په ګډو هلوځلو سره  دپنځو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت  دهېواد  پنځه  سترجوماتونه   په اساسي ډول ترميم شي  .
ده  له اړوندوبنسټونو څخه  وغوښتل چې ددغوجوماتونو دبيا جوړولو په وخت کې  لرغوني سبک او معماري  وساتله شي .
دغه راز په دې غونډه کې دځوانانو دپارلمان  دکار دپيل  ،  دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دځوانانو دنړيوالې ورځې  دنمانځنې  ، دملي ارشيف دويب سايت  دفعالولو او د يوشمير نورو  مهمو موضوعګانوپه باب له هراړخيزو خبرو وروسته  لازم تصميمونه  ونيول شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دځوانانو دپارلمان جوړول ، په بيلابيلو ولايتونوکې  خلکو ته  دښو  خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې يو ډير  مهم  اقدام وباله او ويې ويل  دځوانانو پارلمان کولى شي  په خپلو  اړوند ولايتونوکې  پرمختيايي پروژې  وڅاري او د خلکو  دسيمه ئيزو  مسئلو  اوموضوعګانو په حل کولو کې  مرسته وکړي .
  په دې غونډه کې داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت  مالي او اداري معين ،  دفرهنګي چارو دمعينيت سرپرست،  دبيلابيلو ادارو رييسانو   او دورځپاڼو آمرانو ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته