ټولنه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست خبرتيا

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست خبرتيا
ټاکل شوې ده دملي موزيم درياست دنوى ودانۍ دانجنيري او مهندسي  دسندونوبشپړولو کار پيل شي .
ددغې پروژې دعملي کولو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه سيول انجنير ، يوه مهندس او يوه مالي مسوول ته په مناسب معاش  او په دغو شرايطو سره په قراردادي ډول اړتيا لري .
په شرايطو  برابر مينه وال دې خپل لنډ ژوند ليک دروان کال دچنګاښ دمياشتې تر شلمې نيټې پورې د استخدام امريت ته وسپاري، په ټاکلي وخت دمرکې دترسره کولو په مقصد وروسته دتيلفون له لارې اړيکې نيول کيږي .
  داستخدام شرطونه .
_ کانديد بايد په اړونده څانګه کې څه ناڅه دليسانس سندونه ولري .
  ( ماستر  اودوکتورا غوره بلل کيږي )
  کانديد بايد په اړوندو څانګو کې دکار څه ناڅه پنځه کلنه سابقه ولري
_ کانديد بايد په انګليسي ژبې پوره واکمنۍ ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته