امنیت

داطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو د چارو وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي په قندهار ولايت کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو راکټي بريدونه چې د ځوانانو او تنکيو ځوانانو د شهادت سبب شول؛ په کلکه وغندل.

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو د چارو وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي په قندهار ولايت کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو راکټي بريدونه چې د ځوانانو او تنکيو ځوانانو د شهادت سبب شول؛ په کلکه وغندل.
د اطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو د چارو وزارت سرپرست  له باخترآژانس سره په خبرو کې وويل: د افغانستان د خلکو دښمنانو د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې په بې هدفو راکټي بريدونوسره زموږ يو شمېر ځوانان او تنکي ځوانان چې  د فوټبال لوبه يې کوله؛ شهيدان او ټپيان کړل.
د هغوى دغه ناځوانمردانه حرکت ښيي چې پرديو ګوډاګيان د هيواد ورزشکارو ځوانانوخوشحالي او آرامي نشي زغملي. هغه څه چې له لاسه يې کيږي؛  د افغانستان د خلکو پرخلاف د جنايت په توګه ترسره کوي .
پوهنمل فراهي د دغې پيښې د شهيدانوکورنيو او زيانمنوشويوکسانوته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ له امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د دغې پيښې عاملين وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته