داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددغه وزارت بيلابيلې برخې وکتلې .

کابل باختر د ثور اوومه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن ددغه وزارت بيلابيلې برخې وکتلې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې کتنه کې چې دچارو دمسوولينو له خوا په بيلابيلو برخو کې توضيحات وړاندې کيدل داطلاعاتو او فرهنګ وزير ددغه وزارت داړوندو ادارو دستونزو په باب معلومات ترلاسه کړ .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه اساسي ستونزه دبودجې کمښت دى . او دغې موضوع په يو ډول نه يو ډول ددغه وزارت په مسلکي او اداري برخو منفي اغيزې کړې دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په اوسنيو ناخوالو او نيمګړتياو دبرياليتوب په خاطر له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په صادقانه ډول او له ريا پرته خپلې مسلکي او اداري دندې ترسره کړي .او ددغه وزارت دکارکوونکو دستونزو او مشکلاتو دحل کولو په خاطر به له اړوندو مراجعو سره اړيکې ونيسي او لازم اقدامات به ترسره شي .