داطلاعاتو اوفرهنګ وزير تهران ته سفر وکړ

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين نن د آسيا د همکارى د خبرو د ټولنې په دريم کنفرانس کې دګډون په مقصد له کابل څخه تهران ته روان شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې:  د آسيا دهمکارى د ټولنې دريمه غونډه  د روان کال د ثور دمياشتې په اوولسمه او اتلسمه نيټه په تهران کې جوړيږي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د ايران داسلامي جمهوريت د فرهنګ او ارشاد د د وزير سيدمحمدحسيني  په بلنه په دې کنفرانس کې ګـــډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته