-کابل باختر دزمري اتلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې مژګان مصطفوي نن يوشمير هغو انجنيرو او مهندسو ميرمنو چې ددارالامان مانۍ دبياجوړولو په پروژه کې کار کوي دستاين ليکونو په ورکولو سره قدرداني وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دکابل د دارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې په کار کې چې دهېواد يو تاريخي ځاى بلل کيږي دانجنيرو اومهندسو ميرمنو دهڅو او هاند او دکارنده ونډه اخستنې له امله قدرداني وکړه .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ددغه وزارت ستاين ليکونه انجنيرو او مهندسو ميرمنو او دغه راز ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې مدير ډاکتر سيد ضيا حسيني ته ورکړل او دهغوى کړه وړه او فعاليتونه يې وستايل .
حسيني دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او ددغې پروژې دانجنيرانو اومهندسانو دقدردانۍ په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ويل چې ددارلامان ماڼۍ دپروژې دبيا جوړولو په کار کې په سلو ٢٥ مهندسې او انجنيرې ميرمنې شاملې دي .
ده زياته کړه چې ددغې پروژې کار يوکال مخکې پيل شوى دى او ټاکل شوې ده چې دوه کاله وروسته دزمري دمياشتې په ٢٨ نيټه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو په سلمه کاليزه کې بشپړه شي .
1 1 دقیقه لوستل