داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : ځوانان بايد ځان له فکري اسارت څخه وباسي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٣٠ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدرسول باوري دځوانانو دروزنيز حکومت له يوشمير غړو سره په کتنه کې  ټينګار وکړ چې ځوانان بايد خپل ملي دريځ  له خپلو شخصي ګټو څخه  جلا کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دځوانانو دروزنيز حکومت غړو  چې دلغمان ، ميدان وردګو، هلمند  او دزابل  دولايتونو نمايندګي کوله  نن يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له  سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري سره  وکتل  او دځوانانو دروزنيز حکومت دغړو  دټاکنې په باب يې خپلې نظريې له ده سره طرحه کړې.
د ځوانانو د روزنيز حکومت جوړول دجوانان نوانديش دسازمان يونوښت دى  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا يې ملاتړ کيږي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددوى دنظريو او ملاحظاتو له اوريدو  وروسته ټينګار وکړ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له هر نوښت څخه چې وکولاى شي دهېواد په سياسي  اواقتصادي ژوندانه کې دځوانانو رول پراخ کړي ملاتړ کوي.
ده يادونه وکړه  چې  باور دا دى  چې ځوانان  ځانونه له فکري اسارت څخه وباسي  او په ملي ګټو راټول شي او خپل ملي دريځ  له خپلو شخصي ګټو څخه جلا کړي او ملي ارزښتونه قرباني نه کړي.
باوري ژمنه وکړه چې ددوى غوښتنې او ملاحظات څيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته