داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا

کابل باختردتلې دمياشتې  ٩ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  هغو اړو، بيوزلو اومستعدوځوانانوته د روزنيزو فرصتونو د زمينې د برابرولو په لاره کې  دخپلوفعاليتونو په دوام چې دکانکور په ازموينوکې بې نتيجې پاتې شوي دي اويا دخصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د زيات فيس د ورکولو توان نلري، دا دى  دسويس هيواد د ژنيو ښار   ( UMEF)   پوهنتون  او ددنيا دلوړو  زده کړو له موسسې سره دهمکارى دتفاهم ليک په لاسليک کولو سره زمينه مساعده کړې ده چې دهغې له مخې پنځوس تنه ځوانان په وړياډول دپيشګام دلوړوزدکړو په موسسه کې داقتصاد په څانګه کې ددغه معينيت له خوا دلوړو زده کړو لپاره معرفي کيږي او يواځې دقرطاسيې او د درسي وسايلو پيسې چې دنجونو لپاره په مياشت کې يوزرو پنځه اويا اوهلکانو ته په مياشت کې يوزرو دوه سوه افغانۍ کيږي، له هغوى  څخه اخيستل کيږي او د زده کړې نورلګښتونه ددغې تحصيلي موسسې له خوا ورکول  کيږي .
مينه وال او اړځوانان دې دنوم ليکنې لپاره له خپلو د وو عکسونو او دتذکرې له فوټوکاپي سره  په پل باغ عمومي کې دځوانانو دچارو دمعينيت د ودې ، مصوونيت او روزنې  دمرکز رياست ته ورشي .
دغه راز د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو په خاطر کيداى شي له  ٠٧٥٢٠٠٤٠٢٠ ګڼه تيلفون له لارې اړيکې ونيول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته