فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندرامريت دعامه پوهاوي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امريت  نن دښځو دچارو وزارت په  همکارى  دښځو دځورونې او دهغوى پرخلاف  دتاوتريخوالي  د بندولو دکميسيون  دجوړولو په باب  دعامه پوهاوي کمپاين جوړ کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې  سعادت وويل چې دښځو دچارو وزارت دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي دمخنيوي په موخه دښځو دځورونې دبندولو دمقررې مسوده طرحه کړه چې دکابينې په غونډه کې له تصويب  وروسته نافذه شوه .
دې زياته کړه چې  ددغې مقررې ددويم فصل دڅلورمې مادې په استناد دښځو دځورونې دشکايت دڅيړنې لپاره ټولې ادارې دښځو دځورونې دبندولو دکميسيون په جوړولو مکلفې  دي .
په هغه کمپاين کې چې ترسره شو  تميم لوماني اوسيد باقر امير دموضوع په اړوند خبرې وکړې .
  ختم_  عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته