کابل باختر د وري اته ويشتمه : داداري فساد پرخلاف دمبارزې دعمل پلان چې څه موده مخکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دموظفې کميټې په واسطه برابر شوي و نن ددغه وزارت دمشرتابه هيئت له غړو او دمدني ټولنې داستازو سره په غونډه کې وڅيړل شو . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه پلان چې داداري فساد پرخلاف دمبارزې له ملي ستراتيژي سره سم او هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنځه کلنې ستراتيژى له مخې دموظفې کميټې له خوا ددغه وزارت دپلان اوپاليسي رياست په همکارى جوړ شوى و د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او هم دمدني ټولنې داستازو په شتون له دقيقې مطالعې وروسته وڅيړل شو .او دنظريو له اوريدو او تدقيق وروسته ځينې موارد په هغه کې زيات شول او ټاکل شوې ده چې داداري فساد پرخلاف دمبارزې دقانون دواکمنۍ دعالي شورا له تاييد وروسته ديو کال لپاره داجرا وړ وګرځي . ختم_ ف _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل