ټولنه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خدماتي کارکوونکو ته پسرلنۍ جامې وويشلې شوې .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څه ناڅه درې سوه  خدماتي کارکوونکو ته نن پسرلنۍ  جامې وويشل شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمالي ، اداري او ګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي   ددغو جامو دويشلو په وخت کې له خدماتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې  په رسمي وخت کې بايد له دغو جامو څخه استفاده وکړي .
دغه جامې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له لوري چمتو شوې وې او ددغه وزارت دمربوطاتو او دمرکز  په ٣٣٤خدماتي کارکوونکو وويشل شوې .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته