داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اواداري معين د سرپل له والي سره وکتل

کابل /د غويي ٢٦مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او اداري معين نن د سرپل له والي سره وکتل او په دغه ولايت کې د فرهنګي او نشراتي فعاليتونو د پراختيا په اړه يې خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ګرځندوي ، مالي اواداري معين عبدالبشير حکيمي د سرپل له والي قربان مراد اوپه ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو له استازي محمد شاکر کريمي سره په کتنه کې په سرپل کې د يولړ سيمه ييزو ستونزو او په دغه ولايت کې د فرهنګي اونشراتي فعاليتونو د پراختيا په اړه خبرې وکړې .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت معين ډاډ ورکړچې د فرهنګي فعاليتونوپه برخه کې به د سرپل له سيمه ييزو مسوولينو سره همکاري وکړي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته