داطلاعاتواوفرهنګ وزارت به په نږدې راتلوونکي کې دبيان دازادي دبنسټيز کولو اودهرراز ناوړه تفاهم له منځه وړلو په مقصد غونډه جوړه کړي.

کابل باختردتلې دمياشتې ٢١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين نن دباختراژانس له خبريال سره دخبرو په ترڅ کې وويل چې دخبريالي داخلاقي کودونو، دنشراتي معيارونو دجوړولو ، په هيواد کې دبيان دازادي دبنسټيزکولو دټينګښت په لاره کې هلې ځلې، اودهر راز ناوړه تفاهم دله منځه وړلو په خاطر، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به دډله ييزو رسنيودخبريالي دسازمانونو، دخبريالي داتحاديو له مسوولينو اود ژورناليزم دچارو دنظر له خاوندانو څخه دراتلوونکي اوونۍ په وروستيو کې بلنه وکړي په هغې غونډه کې چې ددغه وزارت له خوا جوړيږي ګډون وکړي او ددغو مباحثو په جوړولو کې فعاله اومستقيمه ونډه واخلي.