امنیت

داشرف غني احمدزي د ترور لپاره دوسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
دافغانستان  د جمهوري رياست دنوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي دترورلپاره
د طالبانو طرحه ناکامه شوه .
دغې ډلې غوښتل چې ډاکتراشرف غني احمدزى  دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې دانتخاباتي مبارزو په بهير کې دځانمرګې بريد په واسط ترور کړى خو دغه طرحه دامنيتي مامورينو له خوا  ناکامه  شوه .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : يوځانمرګې يرغلګر چې په چاويدونکو توکو بار موټر
سايکل سپور و غوښتل دصافيانو په سيمه کې په اشرف غني احمدزي په لښکرګاه  ښارکې دکرزي لوبغالى ته دتلو په لار کې بريد وکړي خو پوليسو ددغه بريد مخه ونيوله.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ   ويندوى  عبدالاحد چوپان باختر آژانس ته وويل چې دغه ځانمرګې يرغلګر کله چې په  دې پوه شو  امنيتي ځواکونه  د ده په تعقيب کې دى په چاوديدونکو توکو بار موټر سايکل يې  پريښود او  وتښتيد.
دچوپان دڅرګندونوله مخې  : امنيتي ځواکونوپه چاوديدونکو توکوبارموټرسايکل  شند کړاودتښتيدلي ځانمرګې يرغلګر دپيژندلواونيولو لپاره هڅې پيل شوي دي  .
دافغانستان دجمهوري رياست نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزى دانتخاباتي مبارزو لپاره دهلمند ولايت ته تللى دى .
ده  نن د کرزي په لوبغالې کې خپلو  زرګونو تنو پلويانو ته وينا وکړه او خپل پروګرامونه  يې بيان کړل .
تراوسه روښانه نه  ده   چې دغه   ځانمرګي   يرغلګر غوښتل چې په  لاره کې ښاغلې احمدزي ترورکړي او يا هلې ځلې يې کولې چې ځان لوبغالي ته ورسوي او هلته ځان وچوي.
دا په داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونو دجمهوري رياست دنوماندانو دامنيت دتامينولو لپاره سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته