داس او ام دغونډې لپاره دتياري دريمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دوږې  اوومه :
دجګپوړي هيئت  ( اس او ام  ددويمې غونډې دجوړولو لپاره دتياري دنيولو په مقصد دريمه غونډه نن دماليې دوزير اکليل حکيمي په مشرۍ جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د اس او ام دجګپوړي هيئت دغونډې لپاره دنيول شويو تياريو ، شاخصونو او ژمنو په باب  هراړخيزې خبرې وشوې .
ټاکل شوې ده د اس او ام  دجګپوړي هيئت  دويمه غونډه  دافغانستان دماليې  دوزير او دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان  دځانګړي استازي  په ګډ مشرتوب  دملي مسئلو ، دمالي ثبات  دښه والي  په لاره کې  دپاليسۍ  دبنسټيزو  موضوعګانو ،  دبنسټونو دپراختيا ، د هيوادوالۍ دميثاق ، دخصوصي برخې  دانکشاف ، دنړيوالو شريکانو ، سيمه ئيزو او دنړيوالو کليدي سازمانونو او دمدني ټولنې دهمکارانو دانکشافي مرستو او همکاريو  داغيزمنتوب په باب  دسپتمبر دمياشتې  په لومړى اوونۍ کې  جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته