داس او ام دغونډې لپاره دتياري دريمه غونډه جوړه شوه .
کابل باختر دوږې اوومه :
دجګپوړي هيئت ( اس او ام ددويمې غونډې دجوړولو لپاره دتياري دنيولو په مقصد دريمه غونډه نن دماليې دوزير اکليل حکيمي په مشرۍ جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د اس او ام دجګپوړي هيئت دغونډې لپاره دنيول شويو تياريو ، شاخصونو او ژمنو په باب هراړخيزې خبرې وشوې .
ټاکل شوې ده د اس او ام دجګپوړي هيئت دويمه غونډه دافغانستان دماليې دوزير او دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دځانګړي استازي په ګډ مشرتوب دملي مسئلو ، دمالي ثبات دښه والي په لاره کې دپاليسۍ دبنسټيزو موضوعګانو ، دبنسټونو دپراختيا ، د هيوادوالۍ دميثاق ، دخصوصي برخې دانکشاف ، دنړيوالو شريکانو ، سيمه ئيزو او دنړيوالو کليدي سازمانونو او دمدني ټولنې دهمکارانو دانکشافي مرستو او همکاريو داغيزمنتوب په باب دسپتمبر دمياشتې په لومړى اوونۍ کې جوړه شي .