داسلام دستر پيغمبر نيکمرغه ميلاد ونمانځل شوه .
کابل باختر د سلواغي څلورمه
دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد په درناوي نن دمهاجرينو دراستنولو په چارو کې يوه غونډه جوړه شوه .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې غونډه کې چې ددغه وزارت دمشرتابه هيئت او منسوبينو په ګډون جوړه شوې وه وينا والو داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد په باب ويناوې وکړې اووي ويل د٥٧١ميلادي کال دربيع الاول دمياشتې په دولسمه نيټه دبشريت نړۍ دهغه شخصيت دپيدايښت شاهده وه چې دڅلويښتو کلونو له تيريدو وروسته په پوره صداقت او ايمانداري سره الهي پيغام او کلام خپلو پيروانو ته ورساوه او دلوى خداى ( ج ) په حکم مسلمه امت ورور ولي ، اخوت ، يووالي او پيوستون ته وباله .
ويناوالو دغه راز طرحه کړه چې تاوتريخوالي ځانمرګي بريد چاودنه جګړه او نښته دخداى ددين له سترې فلسفې سره سمون نه لري او هغه کسان چې ددين له نامه سره په استفادې سره په دغه شان جنايت لاس پورې کوي خپل ځان او دخداى دين ته زيان رسوي .