فرهنګ

داسلام دستر پيغمبر دکورنۍ دژوندانه په باب درېم سمينيار جوړ شو .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي  ( ص)  دکورنۍ دژوندانه  او کارنامو  په باب  دريم سيمينار  نن داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت له خوا جوړ شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دغه سيمينار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينيانو او رييسانو اودملي شورا ديوشمير وکيلانو ، درنو عالمانو ، سياسي شخصتيونو او دځينو بهرنيو  ميلمنو په ګډون   جوړ شو .
  دغه سيمينار  دهيواد  دنړيوال قاري عبدالکبير حيدري له خوا دقران عظيم الشان دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره  پيل  شو .
دسيمينار په سرکې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  پوهنيارې  سيده مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يو مهم کار دافغانستان دلرغونې هيواد داصيل فرهنګ ژوندى ساتل او دفاع ده . 
ده زياته کړه  چې دعاشورا دفرهنګ  تاريخي لرغونتيا  ته په پاملرنې سره دا دريم کال دى  چې دغه وزارت  داسلام دستر پيغمبر  دکورني دژوندانه او کارنامو په باب  سيمينار جوړوي .  چې له دې لارې وکولى شي  دمحرم الحرام دمياشتې  داسلام دستر پيغمبر  دکورنۍ کارنامې او  رشادتونه  بيان کړي  او داصيل اسلامي فرهنګ  په رواجولو کې  خپل رول ولوبوي .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معينې وويل  عاشورا  داسلام په تاريخ کې يوه ستره  او حيرانونکي  ورځ ده  چې  ددغې ورځې  دانقلاب په واسطه  په نينوا خاوره کې  اسلامي ټولنه  او داسلام بڼه بدله شوه  او اموي  دظلم او ستم دحکومت بنسټ  دړې وړې شو . او د ټولنې ژورتيا  دريښتينې اسلام په  لور  حرکت وکړ .
  عاشورا ددين داحيا کولو لپاره بشپړ انسان او دنور امام ته  ددرناوي  ،  دبدعت  دله منځه وړلو او په مسلمانانو دواکمنو غاضبانو دکرغيړن ماهيت  د افشا کولو  ورځ ده .
  عاشورا  ددين دساتنې  او د الهي لارښوونې داداکولو په لاره کې  دسرښندنې  او ځان تيريدنې  مدرسه ده  چې ښځې او نارينه پکې رول درلود  او په دې لاره کې يې  رول ولوباوه .
  دې زياته کړه دعاشورا غورځنګ  ديو ستر  فرهنګي غورځنګ په توګه  دانسانيت لپاره  ډير درسونه  له ځان سره لرل  او لري . داسې انسانيت چې مسلمان  او غير مسلمان پکې شامليږي  او ددغه غورځنګ مخاطب دانسانانو  ازادي ده .
دغه راز په دې سيمينار کې دافغانستان دعالمانو داسلامي دعوت دبنسټ رييس مولوي عبدالهادي هدايت  په قران عظيم الشان کې داهل بيت په اړوند  ، په ملي شورا کې دخلکو استازي  ډاکتر عبدالقيوم سجادي  دعاشورا په غورځنګ کې  داصلاح غوښتنې دمفکورې ،  دخاتم النبين( ص) د علميه حوزې  استادې  ميرمن  دانشور په عاشورا کې دښځو درول په اړوند ، د  اسلامي اخوت دشورا مرستيال  مولوي  عبدالقادر ابراهيمي  داسلام دستر پيغمبر کورنۍ ته  ددرناوي  په باب  ،  ايت الله فياض روزګاني  دفساد پرخلاف  مبارزه کې  دعاشورا دغورځنګ درول په باب  ،   دسيد منصور نادري  داسلامي عالي دارالعلوم  رييس  حجت الاسلام والمسلمين  عبدالمعبود  حسيني  دعاشورا په پيښه کې له فساد سره دمبارزې  د جرړو په اړوند ، دملي شورا غړي حجت الاسلام  و المسلمين اکبري  داسلامي غورځنګ او اخوت په باب  ،  دابن سينا پوهنتون رييس  ډاکتر امين احمدي دعاشورايي مذهبونو په باب  او ايت الله فاضل حسيني په وار سره  داسلام دستر پيغمبر  دکورني په باب  خبرې وکړې .
  دغه راز دوى  په خپلو خبرو کې  ددې تر څنګ چې  داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر  قدرداني وکړه  ټينګار وکړ  چې له فساد او له ظلم سره  دمبارزې په کار کې  هغه څه چې لازم دي  استقامت  او ميړانه  وشي .  او دغه راز  مسلمانان دې  دامام حسين ( رض ) دباطل پرخلاف  دحق مبارزې او کارنامې  الګو وګرځوي .
  دغه راز  ويناوالو وويل   چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي  ( ص) کورنۍ ته درناوى  په ټولو مسلمانانو لازم دى  اوبايد  دهغوى کارنامې  سرمشق  وګرځول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته