ټولنه

داسلام دستر پيغمبر دميلاد درناوى وشو .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  دنيکمرغه  ميلاد نن دهديه په خصوصي عالي  دارالمعلمين او دستاره په خصوصي عالي ليسه کې درناوى وشو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغوپرتمينو مراسموکې چې له  همدې امله پرځاى شوي و دقران عظيم الشان له ختم وروسته ويناوالو داسلام دستر پيغمبر او دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفي  (ص )  دشخصيت دځانګړتيا په باب خبرې وکړې او د انحضرت دلارښوونواو احاديثو پيروي يې په دنيا او اخرت کې  دمومنانو لپاره دبرياليتوب رمز وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته