ټولنه

داسلام آباد په غونډه کې دمهاجرينو دداوطلبانه ستنيدو په باب خبرې وشوې

کابل باخترد تلې دمياشتې ١ :
په دې وروستيو وختو کې دافغان مهاجرينو دستونزنز دحل کولو په مقصد  دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې غونډه جوړه شوه .
په دې څلور اړخيزه غونډه کې  دافغانستان ، ايران  ،پاکستان  اودملګروملتو دسازمان  دعالي کميشنرې واکمنو استازو  ګډون کړى وو چې په ايران اوپاکستان کې  دافغان مهاجرينو ديوشمير ستونزو ،  دهغوي دجبري ايستلو دمخنيوي اوله هغو مهاجرينو سره دچلند دڅرنګوالي په باب چې داستوګنې قانوني سندونه لري خبرې اترې وشوې .
په افغانستان کې  دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دعالي کميشنرۍ ويندوى  نادرفرهاد  ددغې غونډې دنتيجو په باب چې تيره اوونۍ په اسلام آباد کې جوړه شوې وه دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې دا  دريمه څلور اړخيزه غونډه  وه  چې په ايران اوپاکستان کې له  افغان مهاجرينوسره دمرستو  داوږدمهالو پروګرامونوپه باب خبرې وشوې .
دافغانستان، ايران اودپاکستان استازو  ټينګار وکړ چې  دافغان مهاجرينو دستونزو دکمښت په اړوند هلې ځلې کوي او دافغانانو  دبيرته ستنيدو لپاره  چې وکولاى شي په پتمن ډول خپل هيواد ته ر استانه شي همکاري کوي.
نادر فرهاد زياته کړه ، چې پنځه اعشاريه اووه مليونه افغان مهاجرين په ايران اوپاکستان کې  ژوند کوي. هغوي هيواد ته راستنيدل  دافغانستان دشرايطو او حالت په ښه والي پورې مربوط بولي  او نه شو کولاى هغوي په جبري ډول راستنيدو ته اړ کړو.
دولسي جرګې دقومونو اوقبايلو  دچارو دکميسيون رييس حاجي محمدنذير احمدزي داسلام آباد دوروستۍ  غوڼدې په باب وايي په دې غونډه کې دغو دريو هيوادونو سره  دمرسته کوونکو موسسو استازو له افغان مهاجرينوسره  دمرستې په لاره کې  دخپلو همکاريو ددوام  ډاډورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته