داسلامي خلافت ډلې ته دپاکستاني طالبانو دبيعت اعلام
اسلام اباد وي او نيوز باختر دتلې دمياشتې ١٣ :
پاکستاني طالبانو دداعش ډلې ته بيعت اعلام کړى دى .
درويترز دخبري آژانس دخبرله مخې : پاکستاني طالبانو دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت په يوه پيغام کې دداعش دډلې له هدفونو سره خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ او دطالبانو دډلې يو ويندوى په يوه وينا کې له يوه نامعلوم ځاى څخه د داعش ډلې ته د ورونو خطاب وکړ او ويې ويل په اوسنيو سختو شپو او ورځوکې موږ له تاسو څخه غواړو چې صبور او کلک و اوسۍ په تيره بيا اوس چې ټول دښمنان ستاسو پر خلاف يو موټي شوي دي.
رويترز ليکي چې وينا ديو بريتانوي تبعه دسر دغوڅولو دبهيردويډيو له خپريدو وروسته په پشتو ، اردو او عربي ژبو ليږل شوې ده.
پخوا دتيرې ميلادي مياشتې په لومړيو وختوکې دالقاعده مشر ايمن الظواهري دطالبانو پخواني نظامي قوماندان عاصم عمر داسيا په جنوب کې دالقاعده دشبکې دنوې څانګې دامير په توګه منسوب کړ .
رويترز وايي که څه هم داسلامي خلافت دډلې اوپه القاعده پورې د اړ وندو طالبانو ترمنځ دغوڅ يو والي زيات شواهد نه دى ترلاسه شوى خو ددغې ډلې فعالين په دې وروستيو وختو کې دپاکستان دپيښور په ښارکې دځينو سندونو دويشلو په وخت کې ليدل شوى دى . او تور بيرغونه يې هم دهند تر کنترول لاندې کشميرکې په يوه واټ کې دغونډو په بهيرکې ليدل شوي دي.