ورزش

داستقلال او نوايي ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
داريانا ددوستي دجام دفوټبال  سيالۍ نن په هرات کې په يوې لوبې سره دوام مومي .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې داستقلال  او نوايي ټيمونه لوبه کوي .  دضيا دڅرګندونوله مخې،  داريانا ددوستي  جام دفوټبال  سيالۍ  يوه اوونۍ مخکې ددولسو ټيمونو ترمنځ  په هرات کې  پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې دانصاري ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته